Quantcast
Channel: د مشرانو جرګې غړي –آریانا نیوز
Viewing all articles
Browse latest Browse all 2

له طالبانو سره به د امریکا خبرې د تلپاتې سولې سبب نشي- د مشرانو جرګې غړي

$
0
0

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، له طالبانو سره د امریکا خبرې به د تلپاتې سولې سبب نشي.

په قطر کې د طالبانو او امریکانو تر منځ د سولې خبرو له بیا پیلیدو وروسته د مشرانو جرګې ځینو غړيو ویلي، باید د دې خبرو لومړنۍ اجنډا اوربند او په افغانستان کې د تاوتریخوالي کموالی وي.

د مشرانو جرګې منشي عبدالله قرلق زیاته کړې؛ په خواشینۍ، چې طالبانو پخپلو ژمنو عمل ندی کړی او تاوتریخوالي ته یې زور ورکړی دی.

د مشرانو جرګې غړی امان الله عظیمي وایي، چې د سولې خبرو په بهیر کې باید د افغانانانو خپلمنځي خبرې پیل شي. که دا کار ونشي؛ د نړۍ یو ځواک هم سوله رامنځته کولی نشي. دغه راز هغه بهیر، چې خلیلزاد پیل کړی هم افغانستان ته سوله رامنځته کولی نشي.

د مشرانو جرګې دویم مرستیال ویلي، امریکا باید د افغانستان لپاره رښتینې سوله راولي او طالبان د افغانانو خپلمنځي خبرو ته چمتو کړي.

د مشرانو جرګې دویم مرستیال محمد آصف صدیقي زیاتوي؛ مونږ له طالبانو غواړو، چې راشي او له افغانانو سره سوله وکړي. دا کار کولی شي په افغانستان کې د روانې جګړې ستوزه حل کړي. پرته له دې به د سولې لپاره هره هڅه بې پایلې وي.           

بهرنیو چارو وزارت بیا د افغانانو د خپلمنځي خبرو پر پیلیدو ټینګار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي( سرپرست) ادریس زمان څرګنده کړې، چې زمونږ نیت ښکاره دی؛ باید د خپلمنځي خبرو بهیر پیل شي. پرته له دې لیدل شوي، چې د امریکایانو او طالبانو دوه پړاو خبرې کومې پایلې ته رسیدلي ندي.

دا خبرې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې له څو کلونو راپدیخوا طالبانو د افغان حکومت د سولې وړاندیز تل رد کړی او له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو ټینګار کوي او همدا علت دی، چې څرګندوي؛ پرته له دې به خپل بریدونه ونه دروي.

The post له طالبانو سره به د امریکا خبرې د تلپاتې سولې سبب نشي- د مشرانو جرګې غړي first appeared on آریانا نیوز .


Viewing all articles
Browse latest Browse all 2